ایراني رسنۍ: ۴ اسرائيلي بې‌پېلوټه الوتکې په خرم‌آباد کې راغورځول شوې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائيلو اشغالګرو څلور بې‌پېلوټه الوتکې د ایران په لوېدیځ ښار خرم‌آباد کې نسکورې شوې دي.

راپورونه زیاتوي چې دغه الوتکې د هوايي دفاعي سیسټم له خوا ویشتل شوې او د توغندیو هدف ګرځېدلې دي.

تر اوسه د پېښې په اړه نور جزئيات نه‌دي خپاره شوي، خو ایراني چارواکي وایي چې دا اقدام د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د هېواد د دفاعي چمتووالي برخه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button