پنجشیر کې د ۳۵ زره ډالرو په لګښت روغتیايي مرکز جوړ شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۵ل)

په پنجشیر ولایت کې د ۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه مرکز د حصه اول ولسوالۍ په جرویش سیمه کې جوړ شوی دی.
د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه مرکز په ۴۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی او شپږ خونې او نور اړین روغتیايي امکانات لري.
د مسؤلينو په وینا، د مرکز په جوړېدو سره د جرویش سیمې اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو ته د لا ښه لاسرسي زمینه برابره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button