پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بیا پیل هڅې کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې زیاتې کړې دي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي، چې د لا ډېر کړکېچ د مخنیوي، سیمهییزې سولې او د خبرو له لارې د شخړې د حل پر لارو چارو متمرکزې وې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، په دغو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د اسلاماباد د تفاهملیک د بیا فعالولو موضوع هم څېړل شوې ده.
نقوي زیاته کړې، له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره د پاکستاني پلاوي ناسته په «ډېره مثبته نقطه» پای ته رسېدلې ده.



