ایران لویدیځو قدرتونو ته خبرداری ورکړ: که د اسرائیل دفاع وکړئ، برید به درباندې وکړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران اسلامي جمهوري دولت په رسمي ډول متحده ایالات، بریتانیا او فرانسه خبر کړي چې د اسرائیل پر ضد به پراخ نظامي عملیات پیل کړي، او که هر هېواد یا ځواک د دغو بریدونو په دفاع کې لاس وهنه وکړي، نو د ایران د مستقیمو بریدونو هدف به وګرځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، چې د هرې بهرنۍ مداخلې په صورت کې به نه یوازې د اسرائیل متحدین، بلکې د هغوی نظامي اډې، بېړۍ په فارس خلیج، سره سمندر او سیمه‌ییزو هېوادونو کې هم تر هدف لاندې ونیول شي.

په عین حال کې، راپورونه وايي چې د ایران په خرم‌آباد ښار کې د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې احتمال کېږي دا د صهیونيستي رژیم له خوا پر “امام علي” نظامي اډې نوې حمله وي.

تر اوسه د تلفاتو یا مالي زیانونو کره شمېر نه‌دی خپور شوی، خو د ژغورنې او امنیتي ځواکونو له لوري د پېښې ارزونه روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button