فراه کې د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د HIV روغتون جوړېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

فراه کې د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د HIV ساري ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، دغه روغتون د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د فراه ولایتي روغتون په محوطه کې جوړېږي.

د مسوولینو په وینا، د روغتون له بشپړېدو وروسته به د HIV ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص، پاملرنې او درملنې په برخو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس د دغه روغتون جوړېدل د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button