امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو له نوملړه وایسته

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۵ل)
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو له نوملړه ایستلې ده. دغه پرېکړه د امریکا د کانګرس د ۴۵ ورځني بیاکتنې له بشپړېدو وروسته عملي شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د سوریې د نوي حکومت له لوري د نړیوال ترهګرۍ اړوندو فعالیتونو څخه د واټن اخیستو مثبتو اقداماتو او ژمنو ته په پام، دا پرېکړه شوې ده.
د سوریې چارواکي وايي، له نوملړه د دغه هېواد ایستل د نړیوالو پانګونو او نړیوال مالي نظام ته د سوریې د بېرته پیوستون پر وړاندې یو مهم خنډ لرې کوي. سوریه په ۱۹۷۹ کال کې د امریکا د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامله شوې وه.



