د معیار او کیفیت اداره: حیرتان بندر کې د بېکیفیته توکو دوه محمولې بېرته وګرځول شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د معیار او کیفیت ادارې په حیرتان بندر کې د کیفیت د کنټرول په دوام، د ودانیزو توکو او بټریو دوه محمولې د افغانستان له داخلي معیارونو سره د نه مطابقت له امله بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولې دي.
د یادې ادارې په وینا، په دغو محمولو کې ۴.۵ ټنه مسي سیمونه او ۳۰ دانې بټرۍ شاملې وې چې د تخنیکي څېړنو وروسته بېکیفیته وپېژندل شوې او د هېواد بازارونو ته یې د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.



