د سیاسي او نظامي ترورونو لپاره جوړ شوی ايرانی «قاسم بصير» توغندی

تبصره/ افغان

ایران یو پرمختللی توغندی لري چې نوم یې “قاسم بصیر” دی. دا توغندی ځانګړی د سیاسي او نظامي ترورونو لپاره جوړ شوی، ځکه ډېر دقیق دی او د خطا احتمال یې له یوه متره هم کم بلل شوی.

قاسم بصیر د نظامي هوایي ډګرونو، مهمو تاسیساتو، حساسو اهدافو او قوي دفاعي سنگرونو د له‌منځه وړلو لپاره کارېږي.

د دې جنګي سر تر نیم ټن پورې وزن لري، یعنې دا یو الوتونکی موټربم بلل کېدای شي، چې د ۵۰ مترو په قطر کې هر څه بشپړ ویجاړولی شي. سرعت یې تر ۵ ماخه رسېږي، چې نږدې فوق‌صوتي سرعت بلل کېږي.

د دې وسلې اصلي ځواک یوازې د زور یا دقت نه دی، بلکې دا توان لري چې د دښمن له هوايي دفاع تیر شي او ځان پټ وساتي.

 قاسم بصیر د دې لپاره ډیزاین شوی چې د امریکا او اسراییلو هوايي دفاعي سیستمونه دوکه کړي، او یو ستراتیژیک شبحه‌يي (stealth) توغندی ګڼل کېږي چې تر اوسه په پراخه کچه نه دی کارول شوی.

سره له دې چې امریکا او اسراییلو له اعلان سره سم د دې توغندي د وړتیاوو په اړه شک ښودلی و، خو وروستي پرمختګونه ښيي چې ایران ښايي دا توغندی محدود ډول د موساد په هدفونو او د حیفا د تصفیې فابریکې په بریدونو کې کارولی وي.

همداراز، داسې راپورونه خپاره شوي چې ځینې توغنديز بریدونه د امریکا او اسراییلو رادارونو نه دي نیولي او لویدیځو خبرداری ورکونکو سیستمونو هم نه دي لیدلي.

مربوطه مطالب

Back to top button