د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا پنجشنبه به ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.

د افغانستان بانک نن چهارشنبه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له لارې له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدماتو له شرکتونو چې شرایط پوره کوي، غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

مرکزي بانک زیاته کړې، هغه ګډونوال چې د لیلام ګټونکي شي، باید د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

دا اقدام د اسعارو د بازار د ثبات او افغانیو د ارزښت د ساتنې په موخه ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button