د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه؛ ۲۴ پروژې تعدیل او ۲ منظور شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په ننۍ نوبتي غونډه کې ۲۹ پروژې د ارزونې او منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې د رياست الوزرا د خبرپاڼې له مخې، له بحث او ارزونې وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوه منظورې او دوه نورې لغوه شوې.
د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د يوې پروژې د قیمت موضوع ځانګړې کمېټې ته وسپارل شوه، ترڅو له ګټونکو شرکتونو سره بحث ترسره او راپور یې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.
اقتصادي معاونیت وايي، په منظور او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د جیولیت رمپ جوړول، د حیرتان – مزار اوسپنې پټلۍ بیارغونه، له کونړ څخه تر نورستان پورې د سړک جوړونې دوو لاټونو کار، د ناوې ولسوالۍ د شامالان کانال بیارغونه، د ګمرکونو لپاره امنیتي کمرې نصبول، او د برېښنايي پروژو اړوند وسایلو پېر شامل دي. دغه ټولې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.



