غزه کې لوړ پوړی صهیونیستي جنرال وژل شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

صهیونیستي پوځ تایید کړې، چې یو جګپوړی پوځي قومندان یې د غزې په سویل خان یونس ښار کې د یوې چاودنې پر مهال وژل شوی دی.

د اسراییلي پوځ ویاند په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې دا پېښه د خان یونس ښار په هغه سیمه کې شوې چېرته چې اوس‌مهال د هغوی عملیات روان دي.
سرچینې زیاتوي چې قومندان له خپلو ځواکونو سره په لومړۍ کرښه کې و، چې ناڅاپي چاودنه وشوه او دی پکې ځای پر ځای ووژل شو.

بل‌خوا، د حماس پوځي څانګې القسام لېوا ویلي، چې ځواکونه یې خان یونس کې د اسراییلي پوځیانو پر ضد له درنو چاودېدونکو موادو او بُمونو څخه ګټه اخلي، او په وینا یې، دښمن ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې په جنوبي برخو کې لاهم درنې جګړې روانې دي، او دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button