د مقاومت ځواکونو بریدونه؛ خان یونس کې ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ځواکونو د خان یونس کې د صهیونیستي پوځ پر یوې ډلې برید کړی دی.
د برید په پایله کې درې صهیونیستي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

مقاومت ځواکونه وایي، دغه برید د دقیقو استخباراتي راپورونو وروسته ترسره شوی او هدف یې پر اشغالګر پوځ د فشار زیاتول دي.

د ویلو ده، چې تر دې دمه صهیونیستي پوځ د خپلو تلفاتو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي؛ خو ځینې عبري رسنیو منلی، چې ځواکونو ته یې غزه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button