آلبانیا د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځيرکتیا روباټ د کابینې وزیر په توګه وټاکه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۴ل)

آلبانیا د نړۍ لومړی هېواد شو چې د کابینې په کچه يې د مصنوعي ځيرکتیا روباټ د وزير په توګه معرفي کړ.

د دغه روباټ دنده به د دولتي قراردادونو څارنه، د خصوصي شرکتونو سره د تړونونو شفافيت او د فساد او پيسو سپينولو پر ضد مبارزه وي. حکومت وايي، دا کار د شفافيت د لوړولو او د خلکو د باور د زياتولو په موخه شوی دی.

آلبانیا تر دې وړاندې د همدغو ستونزو له امله د اروپايي اتحاديې د غړيتوب په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی و، خو چارواکي هيله لري چې دا نوښت به د هېواد سياسي او اقتصادي اعتبار لوړ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button