کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د وروستي راپور له مخې، یوازې د سه شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۵۲۹ کورنۍ چې ټول غړي یې ۷۷۷۲ تنه کېږي، په اجباري توګه افغانستان ته ستنې او ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي، چې له دغو کډوالو څخه ۸۳۸ کورنۍ چې غړي یې ۴۶۲۱ تنه کېږي، د بېلابېلو ولایتونو په لور خوندي لېږدول شوي او د ټرانسپورټ کرایې په نوم ورسره شاوخوا څلور میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده. همداراز د مالي چارو کمېټې د ۱۲۲۴ کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
د خدماتي چارو په برخه کې، بېلابېلو کمېټو کډوالو ته روغتیايي آسانتیاوې، خوراکي توکي او د مخابراتي اسانتیاوو په موخه ۱۰۸۵ سیمکارتونه وېشلي دي. مسوولين وايي چې د مهاجرینو د ستونزو د کمولو په هدف د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي دي.


















