کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د غزې د روغتونونو سرچینو ویلي، چې د اسراییلي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې له نن سهاره تر اوسه لږ تر لږه ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي دي. د یادو کسانو له ډلې ۲۴ تنه یوازې د غزې ښار کې په بمبار کې شهيدان شوي دي.
د ملکي دفاع ویاند محمود بصل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د نیمې شپې راهیسې د اسراییلي هوايي بریدونو له امله يادو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وینا یې، یوازې په یوې هوايي حمله کې چې د غزې ښار د بلدیې اړوند یوه ځای او د کډوالو خیمې یې په نښه کړې، ۲۰ تنه شهیدان شوي دي. همداراز په درېیو نورو بمباريو کې لږ تر لږه اووه تنه شهیدان شوي دي.
د تېرې اوونۍ راهیسې اسراییلي پوځ د غزې ښار پر ضد خپل ځمکني او هوايي عملیات پراخ کړي، چې د ښار د سختې ویجاړۍ ترڅنګ یې د پراخې کډوالۍ لړۍ هم پیل کړې ده.


















