د حماس او اسراییلو درېیم پړاو خبرې د مصر په شرم‌الشیخ کې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس او اسراییلو ترمنځ د مصر په منځګړیتوب درېیم پړاو غیرمستقیم مذاکرات د شرم‌الشیخ په ښار کې نن چهارشنبه پیل شوي دي. سرچینې وایي، په خبرو کې د جګړې د بندېدو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ۲۰ ماده‌یزه طرحه تر بحث لاندې ده.

د راپورونو له مخې، له خبرو سره یو ډول محتاطه خوښ‌بیې شته او تمه کېږي که کومه ستونزه رامنځته نه شي، دا مذاکرات به تر جمعې ورځې پورې وروستۍ پایلې ته ورسېږي.

تر اوسه د تېرو دوو ورځو د خبرو جزییات نه‌دي افشا شوي، خو د منځګړیو هېوادونو په وینا، هڅه دا ده چې د غزې جګړه ودرول شي او د تلپاتې اوربند لپاره عملي لاره وموندل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button