آریانا افغان هوایي شرکت وايي، د کابل ـ ډهلي ترمنځ يې د کارګو الوتنې دوه برابره کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)
آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د افغان سوداګرو او سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیا لپاره یې د کابل ـ ډهلي ترمنځ د کارګو الوتنې زیاتې کړې دي. د شرکت په وینا، له دې وروسته پر دې مسیر هره ورځ دوه منظمې کارګو الوتنې ترسره کېږي، چې مخکې یوه الوتنه وه.
د آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د دغو الوتنو له لارې به افغان سوداګر او شرکتونه وکولای شي خپل سوداګریز توکي د افغانستان او هند ترمنځ په چټک او خوندي ډول ولېږدوي.
شرکت زیاتوي چې د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره به د هوايي کارګو خدمتونه لا پراخ کړي.



