د چپرهار د اوبو لېږد سیفون د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ترمیمېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د چپرهار ولسوالۍ د اوبو لېږد یوه سیفون، چې د اوبو د تېرېدو لپاره کارېږي، د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د آریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت ته د ترمیم لپاره سپارلی دی.

په دې پروژه کې د ۴۰ مترو سنکارۍ دېوالونو جوړول، کندن‌کاري، اوسپنیز کانکریټ او نور ساختماني کارونه شامل دي.

د معلوماتو له مخې، د پروژې چارې به په ۷۵ کاري ورځو کې بشپړې شي او له ترمیم وروسته به یاد سیفون بېرته د اوبو لېږد او استفادې وړ وګرځي. د پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button