کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د سیاسي کمیټې غړي “محمد علي الحوثي” (کابل ټکی کام وېب پاڼې) سره په خبرو کې د فلسطیني مقاومت د دریځ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې «فلسطیني مقاومت جګړه ګټلې، او که په خبرو کې هم ثابت دریځ وساتي بشپړې بریا ته به ورسېږي.
نوموړي وویل: د مقاومت د ثابت دریځ، قربانیو او د امت د ملاتړ له برکته د دښمن پر وړاندې ستر بدلون رامنځته شوی او دا مهال په سیمه ییزه او نړیواله کچه صهیونیستي دوښمن له انزوا سره مخ دی.
هغه زیاته کړه: چې «سیاسي فشارونه د مقاومت اراده نه شي ماتولی، هر ډول موافقه باید د فلسطیني ملت د حقونو او غوښتنو پر بنسټ وي.»
محمد علي الحوثي ټینګار وکړ، چې د فلسطیني ملت یووالی او د امت ملاتړ به د قدس د آزادۍ او د صهیونستي رژیم د ماتې سبب شي.
هغه په پای کې د مقاومت ډلو ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې «ثابت دریځ د جګړې په ډګر کې بریالي کړئ په خبرو کې مو هم هماغه دریځ بریا ته رسولی شي.»
















