عبدالملک حوثي مخالیفینو ته: وخت تیر شوی د تسلیمۍ غوښتنې به ونه منل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنک مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” له یوه ناڅرګند ځای څخه په ویډیويي پیغام کې د سعودي له ملاتړه برخمنو وسله والو یاغیانو ته په خطاب کې ویلي، چې وخت تیر شوی د تسلیمۍ غوښتنې به یې ونه منل شي.
نوموړي ویلي، دا پیغام د «عصر قارون» او د هغه د اجیرانو، او همدارنګه هغو ټولو کسانو ته ځواب دی چې جګړه کې یې ماته خوړلې او د تسلیمۍ غوښتنې کوي.
حوثي د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د تش په نامه ولسمشرۍ شورا مشر رشاد العليمي او د هغه اړوند ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، چې چا د امریکا او اسرائیلو د غلامۍ ځنځیر په غاړه کې اچولی، یمني ځواکونه، ملکیان یې شهیدان کړي، عامه تأسیسات یې ویجاړ کړې او د لومړۍ قبلې اقصی او فلسطیني قضیې سره یې غداري کړې د ژوندې پاتې کېدو حق نلري.
په پیغام کې العليمي د ” صهیونیستانو” چاسوس بلل شوي او ویل شوي، چې د نوموړي په ګډون د مخالفینو ۳۰۰ مشران که ونیول شي و به وژل شي.
د ویلو ده، چې د انصارالله مشر دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې تعز ولایت کې تسلیم شویو ملېشو بغاوت وکړ او سلګونه یمني پوځیان یې ووژل.

مربوطه مطالب

Back to top button