په کابل کې د شرابو د جوړولو کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)

د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د ۱۵مې امنیتي حوزې ځواکونو په کابل کې د شرابو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده. د کابل امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې تړاو څلور تنه مظنونین هم نیول شوي دي.

مسؤلين وايي، د عملیاتو پر مهال ۲۰۰ بوتله شراب، د شرابو جوړولو وسایل او دوه عرادې موټر کشف او ضبط شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ په وینا، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د پېښې بشپړ راپور په ویډیو کې خپور شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button