ایران جګړه کې د ټپیانو شمېر ۸۶۱ ته لوړ شوی؛ پنټاګون ۳۷ نور ټپیان ثبت کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» له ایران سره د روانې جګړې په تړاو د خپلو تلفاتو په عامه ډیټابیس کې ۳۷ نور ټپیان ثبت کړي دي.

په تازه ثبت شویو کسانو کې ۲۹ سمندري ځواک سرتېري او اته سمندري ځواک پیاده سرتېري شامل دي، چې ورسره د ټپیانو ټول شمېر ۸۶۱ ته رسېدلی دی.

امریکايي چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې دغه سرتېري کله او څنګه ټپیان شوي دي.

راپور وايي، جګړه له څو میاشتو راهیسې روانه ده او ایران لا هم د امریکا فشارونو ته تسلیم شوی نه دی.

مربوطه مطالب

Back to top button