سهیل افریدي: د اکتوبر څلورمې لاریونونه به بېساري او د هېچا تر کنټرول لاندې نه وي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي وايي، د پاکستان تحریک انصاف پلویان اوږدمهالو لاریونونو ته چمتو دي او تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، څو یې غوښتنې ونه منل شي.
افریدي ادعا کړې، د اکتوبر پر څلورمه به دومره کسان لاریونونو ته راووزي چې د پاکستان په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی.
نوموړي ویلي، د شاوخوا ۲۰ کلن سیاسي فعالیت پر مهال یې د خلکو په سترګو کې د غوسې او کرکې دومره کچه نه ده لیدلې او خبرداری یې ورکړی چې د اکتوبر پر څلورمه راوتونکي لاریونوال به د هېچا تر کنټرول لاندې نه وي.



