کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۴ل)
حماس غورځنګ یو ځل بیا اعلان کړی چې د قطر په منځګړیتوب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندیز شوي اوربند ته چمتو دي، خو د دوی له شرطونو پرته اوربند ممکن نه دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د حماس د سیاسي دفتر مشر خلیل الحیه ویلي دي چې هغوی له نړیوالو تضمین غواړي، څو روانې پېښې او بریدونه بیا تکرار نشي.
په همدې حال کې، د الجزیرې یوه نوې څېړنه ښیي چې د ټرمپ د اوربند د طرحې تر اعلان وروسته هم پر غزه بریدونه روان دي، چې په پايله کې يې لسګونه کسان شهیدان شوي دي.


















