د کانونو وزیر د سروبي د جګدلک یاقوتو کانونو له چارو لیدنه وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د جګدلک سیمې د یاقوتو له کانونو لیدنه کړې او د کانونو د چارو بهیر یې له نږدې ارزولی دی.
نوموړي د قراردادي شرکت «اریانا هایلنډ» له مسوولینو غوښتي چې د تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي او د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، بدري د سیمې د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه هم اورېدلي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د لازمې همکارۍ ژمنه کړې ده.



