افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتصالات جام یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په درې لوبو لړۍ کې یې ۱-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

بنګله‌دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف ورکړی و، خو افغان لوبغاړو دغه هدف د لوبې په ۴۷م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د شل اوریزو لوبو په لړۍ کې بنګله‌دېش افغان لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړې وه، خو افغان لوبغاړو په یو ورځنۍ سیالۍ کې بېرته خپل قوت وښود.

مربوطه مطالب

Back to top button