د اوربند تر اعلان وروسته اسرائيلو پر غزې نن تازه بریدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د غزې د ملکي دفاع سرچينو ويلي، د اسرائيلو الوتکو د پنجشنبې په سهار له هغه وروسته پر غزې تازه هوايي بريدونه کړي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائيلو او حماس ترمنځ د سولې د يو جامع تړون اعلان وکړ.

د راپورونو له مخې، د غزې په شمالي برخو کې درنې چاودنې شوي او ګڼې استوګنيزې سيمې په نښه شوې دي.

د ملکي دفاع يو مسوول محمد المغير ويلي، د بمبارۍ له امله د ژغورنې ډلې د سړکونو د ويجاړۍ او د الوتکو د دوامدار پرواز له کبله له ستونزو سره مخ دي.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د ټرمپ د سولې د طرحې لومړۍ مرحله د دواړو لورو د هر ډول پوځي عملياتو د درولو غوښتنه کوي، څو د بشري مرستو، بيا رغونې او د دايمي سولې لپاره زمينه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button