کابل ټکی کام (شنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
اقتصادي معاونیت وايي، د غونډې په پایله کې ۸ پروژې د تعدیلاتو له راوړلو وروسته او ۲۲ پروژې د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت منظورې شوې، خو پنځه پروژې د تدارکاتي ستونزو له امله بېرته وګرځول شوې.
په منظور شوو پروژو کې د استنادي دیوالونو، کانالونو، ولسوالیو ترمنځ سړکونو، د میدان وردګ د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او د برېښنا رسونې او توزیع د پاتې چارو بشپړول شامل دي. یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.


















