کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په عسکرکوټ سیمه کې د کابل–کندهار پر لويه لاره د دوو موټرو د ټکر له امله ۲۰ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ په وینا، پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د هایلکس او مازدا موټر سره وجنګېدل.
په پېښه کې د هایلکس څلور تنه سپرلۍ وژل شوي او د مازدا ۱۶ تنه سپرلۍ، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، د مازدا موټر سپرلۍ هغه مهاجر وو چې له ګاونډي هېواد څخه تازه را ستانه شوي او د کندز پر لور روان وو.
ټپیان د درملنې لپاره د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.


















