کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
په کابل کې د ایران سفارت ويلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي کابل ته رارسېدلی دی.
د سفارت په وینا، د غریبآبادي سفر د ګاونډیتوب د تګلارې په چوکاټ کې ترسره شوی او موخه یې د افغانستان له چارواکو سره د سرحدي، اوبو او قضایي همکاریو په اړه خبرې کول دي.
تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت د دغه سفر په تړاو نور جزئیات نه دي خپاره کړي، خو تمه ده دواړه لوري د اوبو د حقونو او سرحدي موضوعاتو په اړه مفصل بحثونه وکړي.


















