کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې له قطر د امير تميم بن حمد آل ثاني سره له خبرو وروسته به ژر تر ژره غزې ته نړيوال سولهساتي ځواکونه واستول شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم تاييد کړې چې واشنګټن د منځګړو هېوادونو سره يو ځای د غزې د امنيت د ټينګښت لپاره د سولهساتي ځواک پر جوړېدو کار کوي.
ټرمپ دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې د ماليزيا پر لور په سفر روان و او د ده الوتکه د تېلو لپاره په دوحه کې تمه شوه. د قطر امير او د بهرنيو چارو وزير له هغه سره په الوتکه کې وکتل. نوموړي ټينګار کړی، چې د غزې اوربند به دوام وکړي، خو د سولې پلان د راتلونکي پړاو په اړه لا جزئيات نه دي څرګند شوي.
ټرمپ په دې کتنه کې وويل، چې د قطر او امريکا ګډ کارونو د منځني ختيځ د سولې لپاره مهم بدلونونه رامنځته کړي دي.
نوموړي زياته کړه: “موږ يو خوندي او ارام منځنی ختيځ لرو، او قطر د امريکا يو ستر متحد دی.”


















