کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
په بلخ ولایت کې له ایران او پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو ته د ځمکې وېش پیل شو.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، په جلالالدین محمد بلخي ښارګوټي کې د درې زره جریبه ځمکې په مساحت ښار جوړ شوی، چې په لومړي پړاو کې به ۵۰۰ کورنیو ته ځمکه ووېشل شي.
د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادریس وايي، اسلامي امارت ژمن دی، چې راستنو شویو کډوالو ته دایمي مېشتېدنه او باعزته ژوند برابر کړي.
د کډوالو رییس مولوي اسدالله وفا زیاتوي، په ښارګوټي کې به د سړکونو، مسجد، مدرسو، ښوونځیو او کلینیکونو د جوړېدو چارې هم ترسره شي.


















