کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته پرلپسې بحثونو وروسته تېره شپه دوه بجې پاکستاني لوري ته خپله نهايي شوې مسوده سپارلې ده.
په مسوده کې ټینګار شوی، چې پاکستان دې د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان پر ضد دې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د خپل هېواد خاوره د زمونږ پر ضد وکاروي.
همداراز په مسوده کې وړاندیز شوی، چې د اوربند د تعقیب لپاره دې یو څلور اړخیز چینل جوړ شي، څو د سرغړونو ارزونه او اړوند معلومات د دغه چينل له لارې شریک کړل شي.
دغه راز پاکستاني لوري هم تېره شپه شپږ بجې خپله دویمه مسوده افغانستان ته وسپارله.
ټاکل شوې، نن دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې یو ځل بیا سره وګوري او هڅه وکړي چې یوې نهايي هوکړې ته ورسېږي.


















