سرچینې: افغان پلاوي د استانبول مذاکراتو کې د پاکستاني لوري غوښتنې «غیر معقولې» بللې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۴ل)
کابل ټکی کام وېب پاڼې ته باوري سرچینې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د روانو مذاکراتو پر مهال افغان پلاوي خپلې غوښتنې د پاکستاني لوري مخې ته ایښې دي؛ خو د سرچینو په وینا د پاکستاني لوري غوښتنې معقولې نه دي.
سرچینې ویلي، پاکستاني پلاوي له افغان استازو غوښتي چې د «ټي ټي پي» ډلې غړي دې افغانستان ته ولېږدوي او دا تضمین دې ورکړي، چې له دې وروسته به په پاکستان کې امنیتي پېښې نه رامنځته کېږي.
خو د افغان لوري په وینا، په پاکستان کې امنیتي ستونزې اوږده مخینه لري او یو هېواد د بل هېواد امنیتي مسایل نشي حل کولی.
سرچینې دا هم ویلي، چې افغان پلاوي منځګړو ته وړاندیز کړی، چې د پاکستان خاوره او فضا دې د بل هېواد یا داعش له لوري د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي؛ خو پاکستاني لوري دغه غوښتنه نه ده منلې.



