روسیې افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توکو د صادرولو هوکړه وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د ليندۍ ۴مه)
روسیې په کابل کې د افغانستان او روسیې د سوداګریزې غونډې پر مهال افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توکو د صادرولو هوکړه کړې ده.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، له افغانستان سره د سوداګریزې همکارۍ شورا رییس دیمیتري انتونوف ویلي، دغه هوکړه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه شوې ده.
انتونوف زیاته کړې، شورا د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک له هغه وړاندیز هم ملاتړ کړی چې له مخې یې د تخنیکي مقرراتو او معیارونو په برخه کې د اسلامي امارت او اوراسیا اقتصادي کمېسیون ترمنځ اړیکې رامنځته شي.
د نوموړي په وینا، دغه اقدام به د دواړو هېوادونو د سوداګرو او شرکتونو د عملي ستونزو په حل او د توکو د تبادلې په اسانتیا کې مرسته وکړي.



