حوثیان: د جدې په ګډون مو د سعودي ټول بندرونه راتلونکي هدفونه دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۵ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو خبرداری ورکړی، چې که سعودي عربستان د حدیده بندر د بمبارولو ګواښ عملي کړي، د سعودي عربستان د جدې بندر او د سره سمندرګي پر ساحل د دغه هېواد ټول بندرونه به د دوی د ځواکونو راتلونکي هدفونه وګرځي.

د یمني وسله‌والو ځواکونو په یوه اعلامیه کې د یادو بندرونو له کارکوونکو او شاوخوا سیمو کې له مېشتو کسانو غوښتي، چې سمدستي دغه بندرونه پرېږدي او له سیمو څخه ووځي.

اعلامیه کې دغه راز له ټولو سمندري شرکتونو غوښتنه شوې، چې خپلې بېړۍ دې ژر تر ژره د سعودي عربستان له یادو بندرونو وباسي.

یمني ځواکونو ټینګار کړی، چې دغه خبرداری د حدیده بندر پر وړاندې د سعودي عربستان د احتمالي برید په غبرګون کې ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button