افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د ليندۍ ۴مه)
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ملا عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د اندازهپېژندنې ملي مرکز له رئیس سره لیدلي او د معیار جوړونې، کیفیت تضمین، تخنیکي تجربو او لابراتواري همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، افغان پلاوي په ایران کې د خوراکي توکو او حلال لابراتوارونو او تصفیهخونو څخه هم لیدنه کړې او د کیفیت ارزونې او تخنیکي ظرفیتونو له بهیر سره یې بلدتیا ترلاسه کړې ده.



