ایران: هرمز تنګي کې مو د امریکا دوه بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ مرغومي، ۱۴۰۵ل)
د ایران پوځ ادعا کړې، چې د هرمز تنګي په فضا کې یې د امریکا دوه بېپیلوټه الوتکې، «لوکاس» او «MQ-9» ډوله، کشف او نسکورې کړې دي.
تسنیم خبري آژانس د ایران د پوځ په حواله راپور ورکړی، چې دغه دوه الوتکې د سېشنبې په ماښام په دوو جلا عملیاتو کې په نښه او له منځه وړل شوې دي.
د راپور له مخې، د «لوکاس» ډوله بېپیلوټه الوتکه د هرمز تنګي په لوېدیځه او د «MQ-9» ډوله الوتکه یې په ختیځه برخه کې نسکوره شوې ده.
بلخوا، د امریکا پوځ تر اوسه د ایران د پوځ دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هرمز تنګي پر کنټرول د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او دغه ستراتیژیک سمندري مسیر د دواړو هېوادونو د کړکېچ په مرکز بدل شوی دی.



