ملي پراختیا شرکت: د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د ليندۍ ۴مه)

ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش‌تېپې کانال د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د امو سیند اوبه د دغه کانال سربند له لارې اصلي کانال ته ورخوشې شي.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، د کانال د دویم فاز ۹۹ سلنه چارې بشپړې شوې دي او د کانال په اوږدو کې د ۴۷ پلونو او د اوبو د کنټرول ودانیو د جوړولو چارې هم روانې دي.

شرکت زیاتوي، د کانال د سربند د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به یې د امو سیند اوبه د قوش‌تېپې کانال اصلي مسیر ته ورخوشې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button