د سوډان جګړه؛ جټک ملاتړ ځواکونو دارفور کې ستراتیژیکې سیمې نیولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل)

له سوډان ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د چټک ملاتړ (RSF) ځواکونو په دارفور ایالت کې مهمې او ستراتیژیکې سیمې نیولي دي.

راپورونه زیاتوي چې د دغو سیمو تر نیولو وروسته، د سوډان پوځ دفاعي لیکې ماتې شوي او شاتګ ته اړ شوې دي.

جټک ملاتړ ځواکونه وايي، دوی د الفاشر ښار شاوخوا مهمې پوځي اډې، لارې او تدارکاتي مرکزونه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

بل‌خوا، د سوډان پوځ ویلي، چې لا هم د الفاشر ښار اصلي کنټرول له دوی سره دی او د جټک ملاتړ ځواکونو بریدونه یې پر شا تمبولي دي.

د دواړو خواوو تر منځ سختې نښتې روانې دي، چې د ملکي تلفاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

څارونکي وایي، که چټک ملاتړ ځواکونه الفاشر بشپړ ونیسي، نو دا به د دارفور پر ګډون د ټول سوډان پر وضعیت مستقیم اغېز ولري او د جګړې پڼه به بدله کړي.

د سیمې خلک د خوراکي موادو، دواګانو او برېښنا له کمښت سره مخ دي او ملګرو ملتونو د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button