هندي کشمير: د پولیس سټېشن دننه د بارودي موادو چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل) ل

د هند تر ولکې لاندې کشمير سرينګر ښار په نوګام سیمه کې د پولیس سټېشن دننه د نيول شويو بارودي موادو لوی زېرمتون کې د چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د وژل شویو په ډله کې ډېری پولیس او د فرانزیک څانګې کارکوونکي شامل دي چې د بارودي موادو د معاینې پر مهال له چاودنې سره مخ شوي دي.

د روېټرز د راپور له مخې، د NDTV سرچینو ویلي چې په ټپیانو کې د پنځو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته. د چاودنې له امله د پولیس سټېشن ودانۍ زيانمنه شوې او اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې کره لامل نه دی څرګند شوی او د کشمیر پولیسو لا هم رسنیو ته رسمي معلومات نه دي ورکړي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې څلور ورځې وړاندې نوې ډېلي د یوې بمي حملې شاهد وه، چې په هغه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي وو او هند حکومت هغه برید “ترهګریز” بللی و.

مربوطه مطالب

Back to top button