د سپاه پاسداران عملیات؛ تهران کې لسګونه صهیونیستي جاسوسان نیول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو خبر ورکړی، چې په پلازمېنه تهران کې یې یو شمېر صهیونیستي جاسوسان نیولي دي.
د یادو ځواکونو په وینا، نیول شوي کسان د اسرائیلو اړوند استخباراتي شبکې غړي دي، چې د وروستیو لاریونونو په تنظیم، رهبري او تشدد کې یې فعاله ونډه درلوده.
د سپاه ویاند ویلي، چې دغو جاسوسانو هڅه کوله، لاریون کوونکو ته سیاسي انګیزه ورکړي، وضعیت ګډوډ کړي او د اسلامي جمهوریت پر ضد تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي.
سپاه پاسداران وایي، نیول شوي کسان له وړاندې تر څار لاندې وو او د معلوماتو له راټولو وروسته پرې عملیات ترسره شول.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د بهرنیو استخباراتو لاس وهنه به هېڅکله ونه زغمل شي او د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږي لا پیاوړې شوې ده.



