ایران: امریکا او اسرائیل د اعتراضونو په تاوتریخوالي کې لاس لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
ایران د ملګرو ملتونو له لارې په یوه رسمي پیغام کې د امریکا د غیرقانوني مداخلې په اړه خپلې سختې نیوکې وړاندې کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن د “اسرائیل” په همغږۍ د ایران په کورنیو چارو کې مداخله کوي.
تهران ټینګار کړی چې امریکا هڅه کوي د سولهییزو اعتراضونو جریان په تاوتریخوالي او بېثباتۍ بدل کړي او د دې کړنې ټول مسؤلیت د امریکا په غاړه دی.
د ایران د عالي ملي امنیت شورا منشي علي لاريجاني ویلي، د امریکا او اسرائیل ښکېلتیا په اعتراضونو کې ښکاره ده او وسلهوالې ډلې هڅه کوي د کورنۍ جګړې چاپیریال رامنځته کړي تر څو بهرني لاسوهنې ممکنه کړي. ایران د امریکا کړنې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې بللي او په کلکه یې رد کړي دي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د ایران په اعتراضونو کې د مداخلې ګواښ کړی، خو ایرانی چارواکو دا وړاندیزونه رد او غندلي دي.



