عباس عراقچي: لاریونونه د امریکا او اسراییلو په خوښه روان دي؛ خو اجازه نه ورکوو چې ټرمپ ارمان پوره شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران بهرنیو چارو وزیر «عباس عراقچي» ویلي، چې په هېواد کې روان لاریونونه د امریکا او اسراییلو په اشاره ترسره کېږي او هدف یې د اسلامي نظام کمزوري کول دي.
عراقچي ټینګار کړی، چې لاریون کوونکو ته به هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې د ټرمپ او د هغه د متحدینو ارمانونه پوره کړي.
نوموړي زیاته کړې، د ایران ولس باید دښمن وپېژني او د بهرنیو هېوادونو له تبليغاتو څخه متأثره نه شي.
د هغه په خبره، اسلامي جمهوریت د سلګونو زرو شهیدانو په وینو جوړ شوی او هېڅ بهرنۍ فتنه به ونشي کولای دا نظام له منځه یوسي.



