د کرنې وزیر او د ایران سفیر په کابل کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په کابل د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی.

وزیر عطاءالله عمري ويلي چې د همکاریو اساسي موخه د خلکو لپاره د سالمو خوړو برابرول او د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي څرګنده ويلي چې هوکړې به د ټاکلي پلان او مهال‌وېش له مخې عملي شي او د کرنې له لارې به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي.

سفیر بیکدلي د افغانستان د کرنې وزیر ته په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړې، چې په کې د غړو هېوادونو د کرنې وزیران ګډون کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button