کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “عباس عراقچي” خبرداری ورکړی، که چېرې امریکا پر ایران برید وکړي، نو په سیمه کې به ټولې امریکایي اډې د مشروع هدفونو په توګه وپېژندل شي.
عراقچي ویلي: «لا قدرالله، که متحده ایالات پر موږ برید وکړي، په سیمه کې به یې پوځي اډې زموږ لپاره مشروع هدفونه وي.
موږ دغه اډې امریکایي ګڼو، نه د خپلو ګاونډیو هېوادونو خاورې او نه هم د هغو دولتونو ملکیت چې په قلمرو کې یې موقعیت لري.»
نوموړي د تېرې پېښې یادونه هم وکړه او ویې ویل، کله چې ایران اړ شو د امریکایي ځواکونو یوه اډه په قطر کې په نښه کړي، نو تر برید مخکې یې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره مستقیم تماس نیولی و.
هغه زیاته کړه: «ما له برید مخکې خپل عزیز ورور، د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته زنګ وواهه او په څرګنده مې ورته وویل، چې دا اقدام د قطر پر ضد نه، بلکې په قطر کې پر امریکایي تاسیساتو برید دی. موږ غوښتل هغوی پر دې توپیر پوه شي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې تهران د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړېکو غوښتونکی دی، خو که پر ایران هر ډول یرغل وشي، نو مناسب او متقابل ځواب به ورکړل شي.















