کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
یوې افغان امنیتي سرچینې ویلي چې د پاکستاني پوځي رژیم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې به ډېر ژر داسې اقدام ترسره شي چې دښمن به یې په اړه فکر هم نه وي کړی.
سرچینې زیاته کړې چې افغان ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او هغه څه چې په راتلونکې کې پېښېدونکي دي، د تاریخ یوه مهمه برخه به وګرځي او د اوږدې مودې لپاره به د بحث موضوع پاتې شي.
د سرچینې په وینا، په تېرو ورځو کې ترسره شوي اقدامات یوازې د دې لپاره وو چې دښمن ته وښيي افغان ځواکونه کولی شي تر هغه ځایه ورسېږي چې دوی یې تصور نه کوي، او ټینګار یې کړی چې په راتلونکو ګامونو کې به داسې نورې وړتیاوې هم څرګندې شي چې د دښمن ټولې محاسبې به ناسمې ثابتې کړي.















