سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو اعلان کړی، چې د امریکايي پوځ پر اډو د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوې ده.

د یاد ځواک د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې د امریکا څو پوځي اډې په نښه شوې دي، چې پکې «الظفره»، «الفجیره»، «الجفیره»، د امریکا د سمندري ځواکونو پنځم فلیټ، «علي السالم» او «الأزرق» اډې شاملې دي.

تر اوسه د دغو بریدونو د زیانونو او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

دا پرمختګ داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی او پوځي کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button