کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ اړوند د «افغان دوبۍ» په سیمه کې د پاکستان پوځي ځواکونو له لوري د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو او توپونو بریدونه شوي دي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان شهيدان شوي او دوه نور ټپیان دي. سرچینه زیاتوي چې بریدونه د ملکي وګړو پر استوګنځایونو شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د بریدونو له امله د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر کورونه هم تخریب شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.


















