کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ویاند ویلي، چې د دښمن د ټولو مهمو تاسیساتو په اړه دقیق معلومات لري او هر ډول دښمنانه هدفونه په اغېزمن او په پرېکنده ډول په نښه شي
.
هغه زیاته کړې چې ځینې اسراییلي ـ امریکايي تاسیسات تر اوسه درې تر څلورو ځلو پورې هدف ګرځول شوي دي.
د نوموړي په وینا، په نښه شوي هدفونه د قوماندې مرکزونه، علمي او څېړنیز تاسیسات، د جګړې وزارت، پوځي مجتمعې، هوايي اډې، د پوځ قرارګاوې، د پوځیانو ځایونه، رادار سیستمونه، بندرونه او د انرژۍ تاسیسات شامل دي.
د سپاه پاسداران ویاند خبرداری ورکړی چې که دښمن د ایران صنعتي فابریکو ته نږدې شي یا یې په نښه کړي، نو ایران به هم د هغوی فابریکې سمدستي هدف وګرځوي.


















